ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران قرآني ټولنه په سویډ کې د قرآن کریم د حرمت په ماتیدا پسې نن په تهران کې د سویډ د سفارت په وړاندې ستره غونډه جوړه کړي.
دوه اونۍ له دې وروسته چې د سویډ عدالت دپولیسو هغه اعلان شوي فیصله چې د قرآن کریم د نسخې د سوځولو لپاره ددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې دمظاهرې لپاره ممنوع اعلان کړې وه ، رد کړه ، نو پولیسو د مظاهرې مجوز صادر کړ او ددغې مظاهرې منظمونکي افراطي کس د تیرې چارشنبې په ورځې د قرباني د لوي اختر په لومړۍ چټئ ورځې قرآن کریم ته اور واچوه چې نړیوال اعتراضونه او کرکه ئې په ځان پسې درلودلې ده .
د سویډ د حکومت او عدالت په دغه اقدام او همداراز د قرآن کریم په شان کې په دغې بې احترامۍ پسې د قرآني ټولنې (یعني د قرآني ټولنې مدیران، معلمان، قاریان، حافظان او فعالان) او له قرآن کریم سره عشق لرونکي عام عاشقان به نن په تهران کې د سویډ د سفارت په وړانډې ستره غونډه ترسره کړي.
په سویډ کې د قرآن کریم دبې حرمتئ دغه سپک اقدام په درستې نړۍ کې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شوی ا و په ډيرو اسلامی هیوادونو کې سترې مظاهرې شوي او هماغه راز دوام لري.
داپه داسې حال کې دي چې ځینو سرچینو په دا وروستیو کې وئیلي دي، چې د سویډ حکومت د اسلامی نړۍ له خوا د سویډي محصولاتو او تولیداتو د بایکاټولو له ویرې په دغې پيښې په ځنډ سره غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې دا د سویډ دحکومت نه ،بلکې یو شخصي فکر ؤ ، چې دسویډ حکومت ئې نه مني .